د نجونو د زدهکړو او د تعلیم د حق افغان فعال، مطیعالله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی اعلان شوی او د فرانسې په کان ښار کې د ځانګړو مراسمو پر مهال ورته د دغې جایزې مډال سپارل شوی دی.
د جایزې تنظیموونکو ویلي چې ویسا ته دا ویاړ د پوهنې د حق، د نجونو د زدهکړو او ټولو ماشومانو ته د تعلیم د لاسرسي لپاره د هغه د دوامدارو هڅو له امله ورکړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، «ازادۍ جایزه» هر کال د نړۍ د ځوانانو لهخوا هغه شخصیت، بنسټ یا خوځښت ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ودې لپاره یې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي وي.
مطیعالله ویسا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تعلیم حق باید له هېڅ ماشوم، په ځانګړي ډول له نجونو، څخه وانخیستل شي.
ویسا د پنپت بنسټ له بنسټاېښودونکو څخه دی، چې د نجونو د زدهکړو، عامه پوهاوي او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي. دغه بنسټ په افغانستان کې د زدهکړو د فرصتونو د پراخولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پر مخ وړي.
مطیعالله ویسا په وروستیو کلونو کې د نجونو د زدهکړو د ملاتړ له امله د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو پام هم ځان ته اړولی دی. هغه د طالبانو لهخوا د ۲۱۵ ورځو لپاره زنداني شوی و، خو تر خوشې کېدو وروسته یې هم د زدهکړو د حق د دفاع غږ ژوندی ساتلی او خپلو مدني فعالیتونو ته یې دوام ورکړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








