TOOSnews
اعلان
مولوي عبدالحميد: ايران او امريكا دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل كړي.
نړۍټوس نیوز

مولوي عبدالحميد: ايران او امريكا دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل كړي.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د زاهدان ښار د اهل‌سنتو د جمعې امام، مولوي عبدالحمید، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د ملي ګټو تړل له اسراییل او لبنان سره سمه تګلاره نه ده او دواړه هېوادونه باید خپلې دوه اړخیزې ستونزې د خبرو له لارې حل او عادي دیپلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي.

نوموړي د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید له نورو سیمه‌ییزو مسایلو جلا تنظیم شي.

د زاهدان د اهل‌سنتو د امام‌جمعه د دفتر د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالحمید ویلي، که تهران او واشنګټن خپلې ستونزې هوارې او دیپلوماټیکې اړیکې عادي کړي، نو د اسراییل، لبنان او فلسطین اړوند موضوعات به هم د دیپلوماسۍ له لارې په اسانه تعقیب او حل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران او امریکا په ټولو خبرو اترو کې باید د ایران ملي ګټې او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه والی لومړیتوب ولري.

مولوي عبدالحمید همداراز وویل چې د نورو هېوادونو او ملتونو پر ضد د «مرګ» شعارونه مناسب نه دي او د ده په وینا، د ۴۷ کلونو پخواني شعارونه باید دوام ونه کړي، ځکه شرایط بدل شوي دي.

نوموړي د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د فشارونو د پای ته رسېدو او د ایران د قومونو او مذهبي ډلو د حقونو او ازادیو د رعایت غوښتنه هم وکړه او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې د اسلامي اصولو، نړیوالو قوانینو او د هېواد د اساسي قانون له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.