TOOSnews
اعلان
د بریټانیا پاچا په لندن کې د افغان کډوالو د ښځو د کرکټ له لوبغاړو سره ولیدل.
ورزشټوس نیوز

د بریټانیا پاچا په لندن کې د افغان کډوالو د ښځو د کرکټ له لوبغاړو سره ولیدل.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا پاچا،درېیم چارلز، د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په درېیمه، په خپل استوګنځي کلارنس هاوس کې چې په لندن کې موقعیت لري، د افغان کډوالو د ښځو د کرکټ له ټیم سره وکتل. هغه په دې لیدنه کې لوبغاړو ته ښه راغلاست وویل او د ټیم له غړو سره یې په ډله‌ییز عکس کې ګډون وکړ.

د افغان کډوالو د ښځو د کرکټ ټیم غړو د دې لیدنې پر مهال د لاس جوړ شوی د کرکټ بېټ چې د افغانستان په هنري او کلتوري نښو سینګار شوی و، د خپل ټیم رسمي لباس او نښه له پاچا سره ډالۍ کړل.

دغه ټیم د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه په بریټانیا کې د خپلو شل اوریزو سیالیو سفر پیل کړ. دا سفر د انګلستان او وېلز د کرکټ بورډ په بلنه او د نندارويي لوبو د ترسره کولو او د لوبغاړو د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی.

د ټیم یوې غړې له افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې له پاچا سره له لیدنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا پروګرامونه او ملاقاتونه د ټیم لپاره لوی ویاړ او یو ارزښتناک او نه هېرېدونکې تجربه ده.

د اعلان شوي پلان له مخې، د دې ټیم غړي به د خپل سفر په دوام کې په اسټرالیايي سفارت کې په یوه بل پروګرام کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي ټیم په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال جوړ شو. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ټیم خپل رسمي ملي حیثیت له لاسه ورکړ. د ټیم ډېری لوبغاړي له افغانستانه وتلي او یو شمېر یې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي.

د دې ټیم لوبغاړې لا هم د افغانستان د ښځو د کرکټ د بیا رسمي پېژندلو لپاره هڅې کوي او خپل فعالیتونه یې په دې برخه کې جاري ساتلي دي.

اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو څخه محرومې دي او د زده‌کړې، کار او د ټولنیز ژوند په ګډون په نورو برخو کې هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

ړرېیم چارلز د پاچا کېدو مخکې، د ولیعهدۍ پر مهال دوه ځله افغانستان ته سفر کړی و. هغه په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې کابل او هلمند ته تللی و او هلته یې په افغانستان کې له مېشتو بریټانوي ځواکونو سره لیدلي وو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.