د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې سره يو ځای شي. دغه کمېټه اوس مهال په هېواد کې د ورزشي چارو د تنظيم مسؤليت پر غاړه لري.
خبريال ايمل پسرلي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ليکلي، که کرکټ بورډ له المپيک کمېټې سره يو ځای شي، نو دا به د افغانستان د کرکټ لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي. د هغه په وينا، د کرکټ نړيواله شورا (ICC) له بشپړو غړو هېوادونو څخه د خپلواکو کرکټ ادارو غوښتنه کوي او له نورو ادارو سره تړلي فدراسيونونه د منلو وړ نه ګڼي.
پسرلي زياته کړې چې د المپيک ملي کمېټې تر چتر لاندې ګڼ ورزشي فدراسيونونه فعاليت کوي او د بودجې وېش هم د همدې چوکاټ له لارې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ بورډ تر ډېره خپلې مالي سرچينې لري. نوموړی باور لري چې ICC به اجازه ورنه کړي چې د کرکټ لپاره ځانګړې شوې مرستې او بودجه په نورو ورزشي برخو کې ولګول شي.
هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول بدلون به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر راتلونکي منفي اغېز وکړي او د هغو ځوانانو لپاره به هم زيان وي چې کرکټ د خوښۍ او بوختيا مهمه وسيله ګڼي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د کرکټ د راتلونکي او خپلواکۍ په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې، خو د کرکټ بورډ او المپيک ملي کمېټې د احتمالي ادغام په اړه تر اوسه کوم رسمي اعلان نه دی شوی.
لیکوال:سعید سمیر








