TOOSnews
اعلان
مسي په تارخي ګول سره په نړیوال جام کې د ګول وهنې ریکارډ مات کړ.
ورزشټوس نیوز

مسي په تارخي ګول سره په نړیوال جام کې د ګول وهنې ریکارډ مات کړ.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیونل مسي د نړیوال جام په سیالیو کې د خپل ۱۷م ګول په وهلو سره د دغو سیالیو د نارینه وو په برخه کې د ټولو وختونو غوره ګول وهونکی شو.

د ارجنټاین د ملي لوبډلې کپټان د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د ګروپي پړاو په یوه لوبه کې د اتریش پر وړاندې ګول وواهه او یو نوی ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ.

مسي په دې ګول سره د جرمني د پخواني بریدګر میروسلاو کلوزه ریکارډ مات کړ او د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول وهونکو په سر کې یې ځای ونیو. هغه همدارنګه په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې خپل څلورم ګول وواهه او د نړیوال جام د ګولونو شمېر یې ۱۷ ته ورساوه.

دغه ارجنټایني ستوری د برازیل د ښځینه فوټبال افسانوي لوبغاړې مارتا له ۱۷ ګولونو سره هم برابر شو او په نړیوالو جامونو کې د تر ټولو پیاوړو ګول وهونکو په ډله کې یې ځانګړی ځای خپل کړ.

د مسي ګول د ارجنټاین د لوبغاړو د یوې منظمې ډله‌ییزې حملې وروسته تر سره شو. هغه حمله پیل کړه او وروسته یې د جریمې ساحې ته په مناسب وخت کې د فاکونډو مډینا پاس په ګول بدل کړ.

دې ګول ارجنټاین د اتریش پر وړاندې مخکښ کړ او د نړۍ اتل ټیم ته یې په ګروپي پړاو کې د صعود لپاره یو بل ګام نږدې کړ. ارجنټاین تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې الجزایر ته ۳–۰ ماته ورکړې وه.

مسي د دې لاسته راوړنې سره د خپلې ځلانده کارنامې بل ویاړ هم زیات کړ او یو ځل بیا یې خپل نوم د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې ثبت کړ.

د لوبې لومړۍ نیمایي د ارجنټاین په ۱–۰ برلاسۍ پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې لیونل مسي د لوبې په جریان کې یوه پنالټي هم ضایع کړه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.