TOOSnews
اعلان
مياخبل: د طالبانو مذهبي افراط له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په تكر کې دى.
افغانستانټوس نیوز

مياخبل: د طالبانو مذهبي افراط له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په تكر کې دى.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ ثابته کړې چې د دوی مذهبي افراط له اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او انساني اصولو سره په ټکر کې دی او نه‌شي کولای هېواد له انزوا وباسي او یا هم سوله، ثبات او سوکالي رامنځته کړي.

میاخېل د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي، افغانان د افراط او تفریط قربانیان دي او د دین په نوم مذهبي افراط د هېواد د ستونزو حل نه‌دی.

هغه همداراز د طالبانو پر ضد د مخالفت په نوم د «خراسان» او «هزارستان» تر عنوانونو لاندې قومي، سمتي او ژبني افراطیت هم بې‌ګټې بللی او ویلي یې دي، دا ډول توندلارې لارې هم افغانستان ته ثبات او امنیت نه‌شي راوستلی.

د دفاع وزارت پخواني سرپرست ټینګار کړی چې د هېواد د ستونزو د حل یوازینۍ لار د «ملي اجنډا» او «ملي بیرغ» تر چتر لاندې د ټولو افغانانو راټولېدل دي، څو د قانون په چوکاټ کې د ټولو وګړو د کار، ژوند او سیاسي ګډون مساوي حقونه خوندي شي.

میاخېل په پای کې ویلي، په ټولو چارو کې د منځلاریتوب لاره تر ټولو غوره ده او له دې پرته نورې لارې هېواد د لا ډېرو ستونزو پر لور بیایي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ټولشموله حکومت د نشتوالي او د افغانانو د حقونو د محدودېدو په اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.