د ایران او عراق په چارو کې د پنټګان پخواني سلاکار او امریکایي شنونکي مایکل روبین په تازه لیکنه کې چې په "سنډې ګارډین" کې خپره شوې، د امریکا او پاکستان ترمنځ پر اړیکو سخت انتقاد کړی دی.
نوموړي د خپلې مقالې په اړه په خپله د اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې د واشنګټن د سیاست له زاویې پاکستان د اوږ دمهاله شریک په توګه نه بلل کېږي، بلکې زیاتره وخت یوازې د لنډمهاله اړتیاوو لپاره ترې ګټه اخیستل شوې ده.
هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د رول په اړه توند تعبير کارولی او ویلي یې دي چې امریکا پاکستان ته د یو داسې شریک په سترګه نه ګوري چې د دوامدار باور وړ وي، بلکې د اړتیا پر مهال ترې استفاده کېږي او وروسته ترې فاصله نیول کېږي.
روبین همدارنګه د امریکا اوسنۍ او راتلونکي سیاسي مشرتابه ته په اشارې ویلي چې که واک جمهوري غوښتونکو ته لاړ شي او که ډیموکراتانو ته، د پاکستان په اړه د باور فضا د بیا جوړېدو امکان ډېر کم دی. د هغه په وینا، واشنګټن به د پاکستان له پوځي مشرانو سره د ژمنو د عملي کولو په برخه کې ځان مکلف ونه ګڼي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د بې اعتمادۍ له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د افغانستان او سیمهییزو مسایلو په اړه.
لیکوال:سعید سمیر








