TOOSnews
اعلان
ميرويس عزيزي: د افغانستان بانكي نظام له سقوط ژغورل شوى.
اقتصاديټوس نیوز

ميرويس عزيزي: د افغانستان بانكي نظام له سقوط ژغورل شوى.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان میلیاردر او سوداګر میرویس عزیزي وایي چې د مخکیني جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغانستان د بانکي سکتور مدیریت داسې ترسره شو چې د نړیوالو اقتصادي کارپوهانو پام یې ځان ته اړولی دی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې له «مثلث» نومې رسنۍ سره ویلي، چې د بانکي نظام د دوام او ثبات لپاره عملي او فوري اقدامات ترسره شول، څو مالي ادارې خپل فعالیتونه وساتلی شي.

عزیزي زیاتوي، که څه هم هېواد له سختو اقتصادي او سیاسي شرایطو سره مخ و، خو د بانکي ادارو د مدیریت هڅو دا ممکنه کړه چې د افغانستان بانکي سیستم په بشپړ ډول له سقوط څخه وژغورل شي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.