د موبي ګروپ د رسنیزې شبکې مالک سعد محسني څرګندونې، چې په لندن کې یې د یوې فرهنګي غونډې پر مهال کړي، د مدني فعالانو، خبریالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
هغه د شنبې ورځ د غبرګولي ۱۶مه، په دې غونډه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت «عادي» دی او ښځې په ښارونو کې د تګ راتګ له جدي محدودیتونو سره نه مخامخ کېږي. محسني همدارنګه ادعا کړې چې ښځې په ځینو سیمو کې ان موټر چلولی شي او خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي.
محسني د خپلو خبرو په یوه برخه کې کابل ته د خپلې کورنۍ د غړو د تګ راتګ تجربې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې نجونې په ځینو سیمو کې لا هم ښوونځیو ته ځي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. په دغو راپورونو کې د ښځو پر زده کړو، کار او په ځینو عامه ځایونو کې د هغوی پر حضور لګېدلو محدودیتونو ته اشاره شوې ده.
د محسني د خبرو پر وړاندې د غبرګونونو لویه برخه په ټولنیزو شبکو کې راڅرګنده شوې ده. منتقدان نوموړی تورنوي چې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو څخه بېل انځور وړاندې کوي او وايي، دا ډول څرګندونې ښايي د هېواد د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه ناسم برداشت رامنځته کړي.
یو شمېر د ښځو د حقونو فعالانو هم ټینګار کړی چې شخصي یا محدودې تجربې نه شي کولی په ټول افغانستان کې د ښځو د عمومي وضعیت استازیتوب وکړي او د اوسنیو شرایطو د ارزونې لپاره باید پراخو ټولنیزو او حقوقي واقعیتونو ته پام وشي.
په مقابل کې، دغو څرګندونو یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت د روایت کولو او د هېواد د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په انعکاس کې د رسنیو د رول په اړه بحثونه تاوده کړي دي. د دې راپور تر خپرېدو پورې، سعد محسني د مطرح شویو نیوکو او غبرګونونو په اړه څه ځواب نه دی ورکړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








