د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سپېنر بالر او الرونډر محمد نواز د ډوپینګ ضد قوانینو د سرغړونې له امله د درېیو میاشتو لپاره له هر ډول کرېکټي فعالیتونو څخه محروم کړی دی.
ایسيسي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام پر مهال د محمد نواز د ډوپینګ ازموینه مثبته ثابته شوې وه. د شورا په وینا، د ۲۰۲۶ کال د فبروري په اوومه، د سریلانکا په کولمبو کې د هالنډ پر وړاندې له لوبې وروسته د هغه په بدن کې د کاربوکسي ټياېچسي (Carboxy-THC) ممنوعه ماده موندل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ۳۲ کلن محمد نواز سرغړونه منلې او ویلي یې دي چې دغه ماده یې له سیالیو بهر کارولې او له ورزشي فعالیتونو سره یې تړاو نه درلود.
ایسيسي ویلي، د نوموړي د محرومیت موده د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې ده. که محمد نواز د کرېکټ نړیوالې شورا په خوښه د ممنوعه موادو د درملنې ځانګړی پروګرام بشپړ کړي، د هغه درې میاشتنی بندیز به یوې میاشتې ته راکم شي.
د ایسيسي د پرېکړې له مخې، د محمد نواز موقتي تعلیق، چې څه باندې دوه نیمې میاشتې یې دوام کړی و، اوس پای ته رسېدلی دی. خو د نړیوالو مقرراتو له مخې، د روان کال د فبرورۍ له اوومې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د هغه ټولې لوبې، ریکارډونه او لاسته راوړنې باطلې اعلان شوي دي.
د کرېکټ نړیواله شورا او د ډوپینګ ضد نړیواله اداره وایي، ډوپینګ هغه عمل دی چې یو لوبغاړی د ورزشي وړتیاوو د لوړولو لپاره منع شوي درمل، مواد یا طریقې وکاروي، یا د ډوپینګ ضد مقررات تر پښو لاندې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








