د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلامکلا-دوغارون پر پوله د باروړونکو موټرو تګ راتګ په وروستیو ورځو کې زیات شوی او ایراني چارواکي وايي، هره ورځ له ۱۷۰۰ ډېر باروړونکي موټر له دې لارې تېرېږي.
د ایران د تایباد د والي مرستیال مهدي رجبي ویلي، یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۳۶۶۱ باروړونکي موټر، چې افغانستان ته یې سوداګریز توکي لېږدول یا بېرته ایران ته ستنېدل، د اسلامکلا-دوغارون له لارې تېر شوي دي.
د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ د دوغارون په تمځایونو کې د صادراتي او ترانزیټي موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي وو، چې د موټر چلوونکو د شکایتونو لامل شوي وو. هغه زیاتوي چې اوس هم له دوه زرو ډېر باروړونکي موټر د ایران له خاورې افغانستان ته د تګ په تمه ولاړ دي.
ایراني چارواکي وايي، د موټرو د وتلو بهیر د چټکتیا او د ګمرکي چارو د اسانه کولو لپاره هڅې روانې دي، خو ادعا کوي چې د دوغارون ګمرک کې د صادراتي او ترانزیټي موټرو د وتلو بهیر عادي دی او تګ راتګ له رسمي محدودیت سره نه دی مخ شوی.
رجبي ویلي، د ایراني او طالب چارواکو ترمنځ د همغږۍ له امله له اسلامکلا څخه ایران ته د تلونکو موټرو کتار هم ختم شوی او د پولې په افغان اړخ کې د موټرو د درېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
اسلامکلا-دوغارون د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده.
لیکوال:سعید سمیر








