TOOSnews
اعلان
د پولنډ په پوله کې د افغانانو په شمول له ۸۰ څخه زیات کډوال، نیول شوي دي.
نړۍټوس نیوز

د پولنډ په پوله کې د افغانانو په شمول له ۸۰ څخه زیات کډوال، نیول شوي دي.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پولنډ چارواکو د دې هېواد د سرحدونو د کنټرول د زیاتوالي په چوکاټ کې له لیټوانیا او آلمان سره، د لږ تر لږه ۸۴ کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. دغه کډوال په تېرو څلورو ورځو کې نیول شوي، چې په کې د افغانستان او پاکستان اتباع هم شامل دي.

۳۷ کډوال د لیټوانیا او بلاروس پولې ته نږدې، وروسته له هغې نیول شوي چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول پولنډ ته دننه شي، هغه هېواد چې د اروپا اتحادیې ته د ننوتلو په دروازه مشهور دی.

په بله پېښه کې، په ګوبین ښار کې، چې د آلمان سرحد ته نږدې دی، درې کډوال د یوه افغان په شمول آلمان ته د غیر قانوني تګ په هڅه کې نیول شوي دي، او د سرحدي چارواکو په وینا، د پولنډ د قانوني استوګنې کوم سند یې نه درلود.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغو کسانو ویلي چې غوښتل یې آلمان ته ځان ورسوي، او د دوی په وینا، مخکې له دې د لیټوانیا له لارې پولنډ ته راغلي وو.

پولنډ چارواکو ویلي چې دغه کډوال د پولې د غیر قانوني تېرېدو له امله د ۱۰ میاشتو د تعلیقي بند سزا ورکړل شوې، او د دوی د اصلي هېوادونو ته د ایستلو اداري بهیر هم پیل شوی دی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.