د خبریال او سینماګر سید قاسم هاشمي او افغان سینماګر حامد احساس کورنیو اعلان کړی چې دغه دواړه کسان د ۲۰۲۶ کال د جولای له څلورمې نېټې ماښام راهیسې د پاکستان په اسلاماباد کې ورک شوي دي او له یوې میاشتې څخه د زیات وخت په تېرېدو سره لا هم د هغوی د ځای او وضعیت په اړه کره او باوري معلومات نه شته.
د کورنیو او نږدې کسانو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له سید قاسم هاشمي او حامد احساس سره اړیکه د جولای د څلورمې نېټې له ماښام ۸ بجو وروسته پرې شوې ده. د کورنیو له لوري له دغو دواړو کسانو سره د اړیکې نیولو پرلهپسې هڅې بې پایلې پاتې شوي دي او له هغه وخت راهیسې د هغوی د وضعیت او ځای په اړه کوم باوري خبر نه دی ترلاسه شوی.
کورنۍ یې وايي، له اړیکې پرې کېدو وروسته یې د موټر د موقعیت موندنې سیستم په مرسته د موټر مسیر او ځای تعقیب کړی دی. هغه موټر چې سید قاسم هاشمي او حامد احساس ترې استفاده کوله، د اسلاماباد په ډي-۱۲ سیمه کې موندل شوی؛ خو د کورنیو د څرګندونو له مخې، له دغو دواړو کسانو څخه هېڅ یو هم د موټر دننه یا شاوخوا نه و.
له دې پېښې وروسته، کورنیو او نږدې کسانو د موضوع د تعقیب لپاره پولیسو ته مراجعه کړې او د قضیې د رسمي ثبت او د څېړنو د پیل غوښتنه یې کړې ده. د دوی په وینا، سره له پرلهپسې تعقیبونو، تر اوسه کورنیو ته د دغو دوو کسانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او باوري معلومات نه دي ورکړل شوي.
کورنۍ همداراز ویلي چې د موضوع د حقوقي تعقیب لپاره یې د یوه وکیل په همکارۍ قانوني اقدامات پیل کړي او قضیه یې د محکمې له لارې هم تعقیب کړې ده. د دوی د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، موضوع د قضايي بهیر له لارې د تعقیب لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې ده؛ خو له یوې میاشتې څخه د زیات وخت په تېرېدو سره، کورنۍ لا هم د سید قاسم هاشمي او حامد احساس د برخلیک په اړه د مشخصو معلوماتو په تمه دي.
د کورنیو په وینا، د دغو دوو کسانو هممهاله ورکېدل، د هغوی د اړیکې ناڅاپي پرې کېدل، په ډي-۱۲ سیمه کې د موټر موندل کېدل او له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې لپاره د هغوی په اړه بېخبري، د هغوی د امنیت او روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








