د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د خپلواکۍ، امنیت او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې نوي پړاو ته داخل شوی او نړۍ باید له طالبانو سره د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي تعامل ته زمینه برابره کړي.
برادر دا څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړي دي. نوموړي ویلي، افغانانو ته باید د ازادۍ او ورورولۍ پر بنسټ د ژوند زمینه برابره شي او ادعا یې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له جدي ګواښ سره نه ده مخامخ.
هغه ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي ارزښتونه خوندي شوي او هېواد خپلې پرېکړې د بل چا د اشارې پر بنسټ نه کوي.
ملا برادر د کورنۍ جګړې د بیا پیل مخالفت هم کړی او ویلي یې دي چې افغان ولس نور د جګړو د تکرار منلو ته چمتو نه دی. نوموړي ټینګار کړی چې د تېرو جګړو تجربه باید د افغانستان د تاریخ د یوې تورې پاڼې په توګه پاتې شي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشاره ویلي، په هېواد کې یو شمېر لویې ملي او اقتصادي پروژې روانې دي او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې کېږي.
برادر له افغانانو غوښتي چې د طالبانو له ملي اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له دې ادارې سره همکاري وکړي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره اقدام وکړي. د هغه په وینا، له طالبانو سره تعامل یوازې د افغانستان په ګټه نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم اهمیت لري.
ملا برادر ویلي، طالبان د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره چمتو دي او په دې برخه کې «واضح تعریفونه» لري. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره له رسمي سیاسي تعامل څخه ونه وېرېږي او له دې فرصت څخه د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره استفاده وکړي.
نوموړي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې د وژل شویو او قرباني شویو کسانو لپاره د دعا غوښتنه کړې ده. په دغو څرګندونو کې نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له تاریخي بهیر سره تړلی د شاه امانالله خان نوم او د هغه لاسته راوړنې نه دي یادې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








