TOOSnews
اعلان
د مسکو له خبرداري وروسته د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب روسیې ته سفر وکړ.
نړۍټوس نیوز

د مسکو له خبرداري وروسته د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب روسیې ته سفر وکړ.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، د یوې نړیوالې امنیتي غونډې کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.

دا سفر څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي، سرګي شویګو، په افغانستان کې د څه باندې ۲۰ له پولې هاخوا ترهګرو ډلو د شتون خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغو ډلو شمېر تر ۲۳ زرو جنګیالیو رسېږي. هغه خبرداری ورکړی چې طالبان د دغو ډلو د بشپړ مهار توان نه لري.

شویګو د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستانه راپورته کېدونکي ګواښونه جدي ونیسي او د سیمې د امنیتي خطرونو پر وړاندې لا ډېره همکاري وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ملا یعقوب د سفر په اړه راغلي چې نوموړی د یوې نړیوالې امنیتي غونډې د ګډون لپاره روسیې ته تللی او ټاکل شوې ده چې د سیمه‌ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه په خبرو اترو کې برخه واخلي.

ویل شوي چې په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ د څو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون وکړي، او اصلي محور به یې امنیتي ګواښونه او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لارې چارې وي.

روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. خو د روسیې امنیتي چارواکو په وروستیو کلونو کې څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې تړاو یې خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، پرون ویلي چې مسکو چمتو دی افغانستان ته بشري مرستې ولېږي، خو دا مرستې به د طالبانو له رسمي غوښتنې وروسته ترسره شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.