د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د نندارچیانو د شمېر له پلوه نوی تاریخي ریکارډ جوړ کړ. د دغو سیالیو د لیدونکو شمېر ۳ میلیونه، ۶۰۵ زره او ۳۵۷ تنو ته رسېدلی، چې ورسره یې په امریکا کې د ۱۹۹۴ کال نړیوال جام پخوانی ریکارډ مات کړی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) دغه ریکارډ د جرمني او اکواډور ترمنځ د لوبې د دویمې نیمايي پر مهال اعلان کړ. د فیفا په وینا، که څه هم د سیالیو تر پای ته رسېدو لا هم ۴۸ لوبې پاتې دي، خو تمه کېږي چې د نندارچیانو وروستۍ شمېره به تر دې هم لوړه شي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د لوبغالو د څوکۍ ډکېدو منځنۍ کچه له ۹۹ سلنې زیاته ثبت شوې ده. د ورزش شنونکي وایي، د ټکټونو د لوړو بیو او د ځینو هېوادونو د وګړو لپاره د سفر د محدودیتونو سربېره، د مینهوالو پراخ حضور ښيي چې د فوټبال نړیوال جام لا هم د نړۍ تر ټولو محبوب ورزشي پړاو ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








