TOOSnews
اعلان
نتنیاهو:اسرائیل نور د امریکا پر مرستو متکي نه دی.
نړۍټوس نیوز

نتنیاهو:اسرائیل نور د امریکا پر مرستو متکي نه دی.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بنیامین نتانیاهو، د اسرائیلو لومړی وزیر، د هغو راپورونو په تعقیب چې د هغه او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د لفظي ترینګلتیا په اړه خپاره شوي، ویلي چې اسرائیل نور د پخوا په څېر د متحده ایالاتو مرستو ته اړ نه دی.

نتانیاهو له سي بي اېن سي شبکې سره په مرکه کې د امریکا د تېرو کلونو د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې اسرائیل له هغو مرستو څخه چې واشنګټن ورسره کړي، منندوی دی.

هغه زیاته کړه: «اسرائیل د افغانستان یا عراق په څېر هېواد نه دی چې د امنیت د تأمین یا د هېواد د ادارې لپاره د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا ولري.»

د اسرائیلو لومړي وزیر همدارنګه وویل چې هېواد یې اوس له اقتصادي او پوځي پلوه داسې پړاو ته رسېدلی چې نور د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري.

متحده ایالات د اسرائیلو له مهمو متحدانو او ملاتړو څخه ګڼل کېږي او په تېرو کلونو کې یې میلیاردونه ډالر پوځي او مالي مرسته ورکړې ده. د راپورونو له مخې، یوازې په تېر کال کې د امریکا فدرالي حکومت شاوخوا ۲۵ میلیارده ډالر اسرائیلو ته مرسته کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ د ترینګلتیا راپورونه خپاره شوي دي. اکسیوس شبکې راپور ورکړی و چې د دواړو ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې توند بحث شوی.

دا راپورونه له هغې وروسته خپاره شول چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د اسرائیلو د پوځ له خوا د لبنان پر پلازمېنه بیروت بریدونه وشول. له دې وروسته د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې زیاتې شوې او هم مهاله د ایران سره د خبرو د راتلونکي په اړه هم ګواښونه مطرح شول.

خو ټرمپ وروسته وویل چې د ښکېلو خواوو سره د اړیکې له لارې یې وضعیت کنټرول کړی او د خبرو بهیر به دوام وکړي.

نتانیاهو هم له ټرمپ سره د اختلاف په اړه د پوښتنې په ځواب کې، پرته له دې چې د ادعاوو جزییات تایید کړي، وویل: «حتی په غوره کورنیو کې هم کله ناکله اختلاف او ترینګلتیا وي.»

هغه ټینګار وکړ چې د اسرائیلو او امریکا اړیکې لا هم ډېرې مهمې دي او د دواړو هېوادونو همکاري دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.