د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې په غزه کې د حماس د بېوسلې کولو په بدل کې اسرائیلي ځواکونه له دې سیمې څخه وځي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې دغه طرحه په غزه کې د یوه دوامداره توافق او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بللی و.
نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو د کابینې د غونډې په پیل کې اعلان وکړ چې دغه هېواد د واشنګټن له خوا وړاندیز شوی ۱۵ مادهییز سند نه مني. هغه وویل چې له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل به یوازې د «رښتینې بېوسلې کولو، نه د ظاهري بېوسلې کولو» وروسته ترسره شي او دا یې د اسرائیلو له اصلي شرطونو څخه وبلله.
د اسرائیلو لومړي وزیر ټینګار وکړ چې حماس باید خپلې ټولې وسلې پرېږدي. هغه د خپل حکومت د دریځ په تشریح کې وویل چې په دې بېوسلې کولو کې باید «درنې وسلې، سپکې وسلې او ټولې وسلې» شاملې وي او یوازې په داسې شرایطو کې به له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو موضوع وڅېړل شي.
نتانیاهو همداراز وویل چې حکومت یې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي. هغه زیاته کړه چې امریکايي لوري ځینې وړاندیزونه او نظریات مطرح کړي چې د اسرائیلو له نظره یې ځینې د منلو وړ او ځینې نور د منلو وړ نه دي، او حکومت به یې په دغو خبرو کې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي.
د غزې د سولې لپاره د واشنګټن ۱۵ مادهییز وړاندیز د ډونالډ ټرمپ د حکومت تر مشرۍ لاندې د «سولې شورا» له خوا چمتو شوی و. دغه طرحه د جګړې د پای ته رسېدو، د حماس د بېوسلې کولو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو لپاره د زمینې برابرولو په موخه وړاندې شوې وه.
تر اوسه امریکايي چارواکو د نتانیاهو څرګندونو او د اسرائیلو د لومړي وزیر له خوا د دې طرحې د ردولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د حماس د بېوسلې کولو د څرنګوالي او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر اختلافات ښايي د خبرو پر بهیر او د دې سیمې د راتلونکي په اړه د یوه توافق د ترلاسه کولو پر هڅو اغېز وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








