د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر، نور رحمان اخلاقي، د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې پر لاریونوالو د طالبانو ډزې غندلي او ویلي یې دي چې د بدخشان اوسېدونکي د خپلو حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره د ظلم پر وړاندې ولاړ شوي دي.
اخلاقي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د طالبانو واکمني د «ظالم او جاهل رژیم» په توګه تر بل هر وخت ډېره کمزورې شوې او د دې ډلې د «زوال» پړاو پیل شوی دی.
هغه ادعا کړې چې د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه تر پخوا ډېر کمزوري شوي او زیاته کړې یې ده چې د ظلم او ځپنې دوام د هېڅ حکومت د بقا ضمانت نه شي کېدای. د نوموړي په وینا، طالبان به د تاریخ په پاڼو کې د «ناپوه او ظالم رژیم» په توګه ثبت شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د شنبې په ورځ د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ په سنګآب سیمه کې پر لاریونوالو ډزې وشوې. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې اعتراضونه د غیر بومي طالبانو د چلند او د یوې ښځې د بدني تلاشۍ په غبرګون کې پیل شوي وو.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
لیکواله:سعید سمیر








