TOOSnews
اعلان
عمان ايران ته د هرمز تنګي د ګډ مديريت وړانديز كړى.
نړۍټوس نیوز

عمان ايران ته د هرمز تنګي د ګډ مديريت وړانديز كړى.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رویټرز د راپور له مخې، عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ سیمه‌ییز مدیریت طرحه وړاندې کړې ده. د دې وړاندیز له مخې به ایران پر دغه مهمه سمندري لار انحصاري کنټرول نه لري، بلکې د تنګي د کاروونکو هېوادونو ترمنځ به د تګ راتګ، چاپېریال ساتنې او ژغورنې چارو د تنظیم لپاره ګډ میکانیزم رامنځته کېږي.

د سرچینې په وینا، د عمان وړاندیز د مالاکا تنګي د مدیریت له ماډل څخه الهام اخیستی، چې پکې د تنګي کاروونکي هېوادونه په خپله خوښه د سمندري خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره مالي ونډه ورکوي.

دا طرحه وروسته له هغه مطرح شوې چې امریکا تېره اوونۍ پر ایران خپل هوايي بریدونه ودرول او د دیپلوماټیک حل لپاره هیلې زیاتې شوي. تمه ده چې د خبرو له لارې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو بار وړونکو بېړیو عادي تګ راتګ بېرته خوندي شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن له ایران سره «ښې خبرې» کوي او د یوې هوکړې امکان شته، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، امریکا به خپل هوايي بریدونه بېرته پیل کړي.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د هرمز تنګي په اړه خبرې کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عراقچي په سیمه کې د ثبات پر ټینګښت او د ګډو دیپلوماټیکو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.