لیکوال:سعید سمیر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمتالله عمرزي د خپلې مور د جنازې پر مهال د ځینو کسانو پر ناسم چلند سخته نیوکه کړې ده.
عمرزي، چې تازه یې خپله مور له لاسه ورکړې، وایي د جنازې په مراسمو کې د خلکو له لوري د ویډیوګانو او عکسونو اخیستل دومره زیات وو چې دی ونه توانېد له خپلې مور سره وروستۍ شېبې په ارامه فضا کې تېرې کړي.
هغه په یو احساساتي پیغام کې له خلکو غوښتي چې د داسې حساسو شېبو درناوی وکړي او د غم پر وخت د کورنیو شخصي حریم ته پام وساتي. د نوموړي په وینا، د جنازې او هدیرې په څېر ځایونو کې باید سکون، وقار او انساني نزاکت حاکم وي، نه دا چې د عکسونو او ویډیوګانو لپاره وکارول شي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول کړنې نه یوازې بېادبي ده، بلکې د غم ځپلو کورنیو درد نور هم زیاتوي.
د عمرزي دغه څرګندونې په ټولنه کې د هغې مخ پر زیاتېدونکې ستونزې پر وړاندې جدي غبرګون بلل کېږي، چې پکې ځینې کسان د جنازو په څېر دردوونکو مراسمو کې هم د شهرت او ټولنیزو رسنیو لپاره محتوا جوړوي. ډېری خلک باور لري چې په داسې حالاتو کې د انساني او اسلامي ارزښتونو مراعات د هر شخص اساسي مسوولیت دی.








