TOOSnews
اعلان
هند د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ورځ ٣۶۸ منډې جوړې كړې.
ورزشټوس نیوز

هند د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ورځ ٣۶۸ منډې جوړې كړې.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان او هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یواځېنۍ ټېسټ سیالۍ لومړۍ ورځ د کوربه هند په قوي برلاسي سره پای ته ورسېده.

هندي لوبډلې د خپل پیاوړي بېټنګ په مرسته د ورځې تر پایه درې لوبغاړي له لاسه ورکړي او ټولې ۳۶۸ منډې یې جوړې کړې، چې د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې ښه ستر هدف کېښود.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ځوان ګړندی بالر سلیم ساپی ښه وځلېد او د ۶۷ منډو په بدل کې یې دوه ویکټې ترلاسه کړې. همدارنګه ضیاءالرحمن شریفي هم د ۶۱ منډو په ورکولو سره یوه مهمه ویکټ خپله کړه.

په دې لوبه کې د پام وړ ټکی دا و چې د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان او بېټسمین حشمت شهیدي هم توپ اچونه وکړه او ټول ۱۷ اورونه یې ترسره کړل. که څه هم هغه د منډو د مخنیوي هڅه وکړه، خو د ورځې تر پایه بریالی نه شو چې کومه ویکټ ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او هند لوبډلې به سبا سهار په ۸:۳۰ بجو د دې تاریخي ټېسټ لوبې د دویمې ورځې سیالۍ بیا پیل کړي او پاتې لوبه به مخ ته یوسي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.