TOOSnews
اعلان
د افغانانو لپاره د جرمني ویزو آنلاین نوم لیکنه پیل شوه.
نړۍټوس نیوز

د افغانانو لپاره د جرمني ویزو آنلاین نوم لیکنه پیل شوه.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جرمني سفارت په اسلام‌آباد پاکستان کې اعلان کړی دی چې د افغانستان د اتباعو لپاره د کاري او تحصیلي ویزو غوښتنې به آنلاین ترسره شي. دغه ګام قنسولي خدماتو ته د لاسرسي اسانه کولو او ښه کولو په هدف اخیستل شوی دی.

د دې سفارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ،د غویي په ۱۱ مه خپره شوې، ویل شوي چې د افغانستان اتباع د جون له لومړۍ څخه د قنسولي پورټل له لارې خپلې غوښتنې ثبتولی شي او اړوند اسناد آنلاین ضمیمه کولی شي.

سفارت ټینګار کړی دی چې د قنسولي خدماتو پورټال کارول به د غوښتنو د پروسې څېړنه اسانه، چټکه او ګټوره کړي. دغه بدلون په داسې حال کې مطرح شوی چې د افغانستان ګڼ شمېر اتباع د تعلیم او کار لپاره د جرمني د ویزو غوښتنه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.