پاکستان، هند تورن کړی چې د نیابتي جګړې د پرمخ وړلو لپاره له طالبانو کار اخلي. خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د دوشنبې په ورځ، د غویي ۱۴مه، وویل چې د هغه په باور، هند د طالبانو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د بېثباتۍ لپاره استفاده وکړي او د دې هېواد پر امنیتي فشارونو زیاتوالی راولي.
د دې پاکستانی چارواکي په وینا، طالبان په عمل کې د ډهلي د ګټو استازي په توګه فعالیت کوي. هغه ادعا وکړه چې دغه وضعیت د اسلامآباد لپاره امنیتي چلنجونه زیات کړي او په سیمه کې اندېښنې راپارولي دي.
د پاکستان دفاع وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې هم د پاکستاني طالبانو او هم د افغاني طالبانو ملاتړ هند کوي. خو تر اوسه پورې د تورن شویو لورو، په ګډون هند او د طالبانو اداره، په رسمي توګه دغه ادعاوې نه دي تاییدې کړې او نه رد کړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچونه زیات شوي، او په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې ناامني هم د دې سبب شوې چې د طالبانو ادارې د امنیت وضعیت د مدیریت په اړه اندېښنې راولاړې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








