د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، ویلي چې هغه او د چین د افغانستان چارو ځانګړي استازي د هغو «ترهګریزو ګواښونو» پر ضد د دواړو هېوادونو د همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې چې د دوی په وینا له افغان خاورې سرچینه اخلي.
هغه په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۱مه، یې په اسلاماباد کې د چین د افغانستان چارو له ځانګړي استازي، یو شیاو یونګ، سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
د محمد صادق په وینا، دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي )او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له خوا د رامنځته کېدونکو ګواښونو په اړه مفصلې خبرې کړي دي. هغه ادعا کړې چې دغه ډلې له افغان خاورې فعالیت کوي.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې دواړو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د هغه په وینا، دواړو خواوو هوکړه کړې چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره خپلې ګډې هلې ځلې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د هغو ګواښونو پر ضد همکاري چې پاکستان او چین یې «له افغان خاورې سرچینه اخیستونکي ترهګریز ګواښونه» بولي، تر دې وړاندې هم د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د چین د ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ، د شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې باید هېڅ شخص، ډله یا سازمان ته اجازه ورنه کړل شي څو د افغانستان خاوره د سیمې د امنیت او ګټو پر ضد او یا هم د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکاروي. په دې اعلامیه کې د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ نومونه هم یاد شوي وو.
پاکستان څو ځله ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري. چین هم ادعا کوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د افغانستان له شمال ختیځو سیمو څخه سینکیانګ ته ننوځي.
خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې هېڅ بهرنۍ وسلهوالې ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








