د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې، چې په بیشکک کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو او د مخدره توکو د تولید د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې دا مهال شاوخوا ۲۵ ترهګرې ډلې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي؛ هغه موضوع چې د دوی په وینا د ټولې سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کولی شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنې مرکزونه او د مخدره توکو د قاچاق شبکې د سیمې د امنیت لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي.
دواړه هېوادونه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي دي، د ځینو نورو غړو هېوادونو برعکس له طالبانو سره نږدې دیپلوماټیکې اړیکې نه لري او کابل د وسلهوالو ډلو په پناه ورکولو تورنوي.
اسلامآباد څو ځله د افغانستان طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته پناه ورکوي. پاکستاني چارواکي وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي، او طالبان د وسلهوالو د ملاتړ او پر پاکستان د بریدونو د اسانتیا په برابرولو تورنوي. طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد داخلي ستونزه ده.
له بلې خوا، تاجکستان هم د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له هغو منتقدانو څخه دی چې پر طالبانو نیوکې کوي. دوشنبې په ځانګړې توګه د انصارالله ډلې، د داعش خراسان څانګې او د مخدره توکو د قاچاق شبکو د فعالیتونو په اړه، چې د تاجکستان سرحدونو ته نږدې دي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تاجکستان چارواکو همدارنګه د آمو سیند له پولې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو تګ راتګ او د تاجک سرحدي ځواکونو او دغو شبکو ترمنځ پرلهپسې نښتې د امنیتي ننګونو له مهمو مواردو څخه بللي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








