ځايي سرچينې وايي چې د پاکستان بېپيلوټه الوتکو د پکتيا ولايت په فضا کې ګزمې کړې دي.
د سرچينو په وينا، دغه بېپيلوټه الوتکې چهارشنبې، د زمري ۷مه د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه شاوخوا دوه نيم ساعته د پکتيا په اسمان کې ليدل شوي دي.
سرچينې زياتوي چې د طالبانو ځواکونو د سپکو او درنو وسلو په وسيله د دغو الوتکو پر لور ډزې کړي دي.
پرون هم راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان بېپيلوټه الوتکو د خوست ولايت په فضا کې ګزمې کړې وې.
تر اوسه پورې په پکتيا او خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








