TOOSnews
اعلان
د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان؛ تر اوسه هېڅ هېواد دا بریدونه نه دي غندلي.
افغانستانټوس نیوز

د پاکستان هوايي بریدونه پر افغانستان؛ تر اوسه هېڅ هېواد دا بریدونه نه دي غندلي.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان له لوري د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ضد د وروستیو هوايي بریدونو په اړه تر اوسه هېڅ هېواد په رسمي ډول دغه بریدونه نه دي غندلي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر تایید کړې چې د دغو بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه عملیات په هدفمند ډول او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او هغه پټنځایونه او مرکزونه یې په نښه کړي چې د اسلام‌آباد په وینا، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په طرحه او تنظیم کې یې رول درلود.

بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د چهارشنبې ورځې سهارنیو بریدونو د استوګنې کورونه په نښه کړي او په پایله کې یې ۱۳ ملکي وګړي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری سړی پکې شامل دي، وژل شوي دي. د هغه په وینا، ۱۴ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.

هم مهاله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. فرحان حق له دواړو لورو وغوښتل چې د بشري نړیوالو قوانینو او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او په هر ډول شرایطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه وکړي.

سره له دې چې ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې، خو تر اوسه یې د پاکستان وروستي بریدونه په رسمي ډول نه دي غندلي.

پاکستان په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا رد کړې او د طالبانو د چارواکو څرګندونې یې «تبلیغاتي جګړه» بللې دي. پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د عملیاتو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اړوند وسله‌وال وو.

اسلام‌آباد همدارنګه ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان ۲۶ غړي وژل شوي دي. د پاکستان حکومت دغه بریدونه د وسله‌والو ډلو او ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د خپلې روانې مبارزې برخه بولي.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې په تېرو میاشتو کې هم د پاکستان پوځ څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هدفونه په نښه کړي دي. دغو اقداماتو د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو او سیاسي څېرو له غبرګون او نیوکو سره مخ شوي او هغوی دا کار د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بللی دی.

د سیمې د هېوادونو له ډلې، هند مخکې یوازینی هېواد و چې د پاکستان له لوري د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر هوايي بریدونو یې نیوکه او غندنه کړې وه. هغه مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د نوي ډیلي د ملاتړ په ټینګار سره، دغه بریدونه وغندل.

خو تر اوسه هندي چارواکو د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه چې په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې شوي، کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.