TOOSnews
اعلان
د پاكستان سفير له طالبانود «ترهګريزو ګواښونو» پر ضد د اقدام غوښتنه وكړه.
نړۍټوس نیوز

د پاكستان سفير له طالبانود «ترهګريزو ګواښونو» پر ضد د اقدام غوښتنه وكړه.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکو «ترهګریزو ګواښونو» پر ضد عملي اقدامات وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې له هند سره د پاکستان د جګړې د کال پوره کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي دي. هغه ویلي، پاکستان د سولې غوښتونکی دی، خو دا هیله باید د کمزورۍ په معنا تعبیر نه‌ شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د اعلامیې له مخې، نظاماني ویلي چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو ته ژمن دی، خو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.