TOOSnews
اعلان
پنجاب حكومت: له ٢٠٢٣ كال راهيسي نږدې ٢،۷ ميليونه افغانان له پاكستانه ايستل شوي.
نړۍټوس نیوز

پنجاب حكومت: له ٢٠٢٣ كال راهيسي نږدې ٢،۷ ميليونه افغانان له پاكستانه ايستل شوي.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې تر اوسه نږدې ۲.۷ میلیونه افغان اتباع له پاکستانه افغانستان ته ستانه یا ایستل شوي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له پاکستانه ټولټال ۲،۶۸۹،۲۹۵ افغانان ایستل شوي، چې له دې ډلې ۱۴۰،۴۶۸ بې‌اسناده افغانان یوازې له پنجاب ایالت څخه ایستل شوي دي.
د وزارت په وینا، د پاکستان د فدرالي حکومت د پالیسۍ له مخې هغه افغان اتباع چې معتبره ویزه ونه لري، په دغه هېواد کې یې استوګنه غیرقانوني ګڼل کېږي. چارواکي وايي چې په پنجاب کې د استوګنې سیمو او بازارونو د پلټنو پر مهال بې‌اسناده افغانان نیسي او د توقیف مرکزونو ته یې لېږدوي.
اعلامیه زیاتوي چې اوس مهال په پنجاب کې ۳۹ د توقیف مرکزونه فعال دي او شاوخوا ۱۸۸ افغان اتباع پکې ساتل کېږي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» اعلان کړ او له بې‌اسناده بهرنیانو یې وغوښتل چې له هېواده ووځي، که نه نو د اېستلو له پروسې سره به مخ شي. د دغه پلان له پلي کېدو وروسته د بېرته ستنول شوو کسانو ډېره برخه افغانان دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.