TOOSnews
اعلان
په بغلان كې د ١٠٠ ورزشكارانو ترمنځ د «توان» رزمي سيالۍ ترسره شوې.
ورزشټوس نیوز

په بغلان كې د ١٠٠ ورزشكارانو ترمنځ د «توان» رزمي سيالۍ ترسره شوې.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، سپورټ او بدني روزنې ادارې وايي، په بغلان ولایت کې د «توان» سبک رزمي سیالۍ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې دي.

د دې ادارې په وینا، سیالۍ د «توان» رزمي ورزش فدراسیون د استازولۍ له لوري، د بغلان د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ، د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل، بلخ، کندز او بغلان ولایتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې د بغلان ورزشکارانو لومړی، د کابل ورزشکارانو دویم او د بلخ ورزشکارانو درېیم مقام خپل کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځینه ورزشکارانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي، خو د نارینه ورزشکارانو لپاره د رزمي، فوټبال، فوټسال، کرکټ او نورو برخو سیالۍ لا هم ترسره کېږي.

د سپورټ برخې فعالان وايي، د مالي سرچینو کمښت، د مسلکي روزنې محدود امکانات او نړیوالو سیالیو ته د ورزشکارانو د لاسرسي ستونزې لا هم د افغانستان د سپورټ پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.