د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د جولای میاشت د پاکستان لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه او په دې موده کې د امنیتي ځواکونو مرګژوبله د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله د جولای په میاشت کې لږ تر لږه ۶۰۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۱۱۲ امنیتي ځواکونه، ۴۰۱ وسلهوال، ۷۴ ملکي وګړي او ۱۹ د سولې کمېټو غړي شامل دي.
انسټېټیوټ ویلي، یوازې د امنیتي ځواکونو د ۱۱۲ غړو وژل کېدل د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر او په تېره یوه لسیزه کې دویمه لوړه ثبت شوې کچه ده. همداراز د جون میاشتې په پرتله د امنیتي ځواکونو مرګژوبله ۱۹۵ سلنه زیاته شوې ده.
راپور زیاتوي، د جولای په میاشت کې ۴۰۱ وسلهوال هم وژل شوي، چې دا په تېرو لسو کلونو کې په یوه میاشت کې د وژل شویو وسلهوالو تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی دی.
د PICSS د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې لږ تر لږه اته ځانمرګي بریدونه ثبت شوي، چې پنځه یې د موټربمونو له لارې ترسره شوي دي. د بنسټ په وینا، دا هم په تېره لسیزه کې په یوه میاشت کې د ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوړه کچه ده.
د راپور موندنې ښيي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان امنیتي وضعیت د هېواد د نورو سیمو په پرتله ډېر خراب شوی او د ډېری بریدونو تمرکز هم په همدې دوو ایالتونو کې و.
د انسټېټیوټ د عمومي ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله له ۲۷۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۱۸۵۰ تنه یې وسلهوال وو.
لیکوال:سعید سمیر








