TOOSnews
اعلان
پشتين: د مولانا ادريس وژنه د ناامنۍ نښه ده، پښتانه دي دخپل امنيت لپاره سره يو موټى شي.
نړۍټوس نیوز

پشتين: د مولانا ادريس وژنه د ناامنۍ نښه ده، پښتانه دي دخپل امنيت لپاره سره يو موټى شي.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پښتونخوا د یوه دیني عالم، مولانا ادریس، پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې دا پېښه د سیمې د خراب امنیتي وضعیت څرګندونه کوي او ښيي چې د پاکستان ریاست د خلکو د امنیت لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.

پشتین په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې پرله‌پسې هدفي وژنې او ناامنۍ د پښتنو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. هغه له پښتنو غوښتي، چې د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره سره متحد شي او په ګډه د خپلو حقونو او خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.