TOOSnews
اعلان
د پنټاگون تایید:په وروستیو اوونیو کې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
نړۍټوس نیوز

د پنټاگون تایید:په وروستیو اوونیو کې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د ایران د بریدونو له امله د ۱۰۰ امریکايي سرتېرو ټپي کېدل تأیید کړي دي. دغه شمېرې د پنټاګون چارواکو په خپل وروستي راپور کې اعلان کړي دي.

د پنټاګون لوړپوړي ویاند شان پارنل ویلي چې دغه سرتېري د جولای له ۷مې تر ۲۰مې نېټې پورې په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو پر مهال ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځيانو د ټپونو یا زیانونو تجربه کړې ده.

پارنل زیاته کړې چې شاوخوا ۹۶ سلنه ټپیان شوي سرتېري له طبي درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي. هغه همداراز ویلي چې د ثبت شویو ټپونو ډېره برخه « مغزي ضربه» وه.

پنټاګون په دې وروستیو کې په اردن او عراق کې د امریکا په پوځي اډو کې د څلورو امریکايي سرتېرو وژل کېدل هم تأیید کړي دي. د راپور له مخې، دغه کسان د روانې اوونۍ د نښتو پر مهال وژل شوي دي، او د ټکساس ایالت ۱۹ کلنه ایزابېلا ګونزالس هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وه.

سي‌بي‌اېس د امریکا د پوځ د «دفاعي تلفاتو د تحلیل»له قوله راپور ورکړی چې د فبروري له ۲۸مې نېټې راهیسې، کله چې د ایران پر ضد جګړه پیل شوې، تر اوسه د ۱۴ امریکايي سرتېرو وژل کېدل او د ۴۲۷ نورو ټپي کېدل ثبت شوي دي. په دې شمېر کې د تېرو دوو اوونیو ۱۰۰ ټپیان او څلور وژل شوي کسان شامل نه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.