TOOSnews
اعلان
پزشکیان: طالبانو او پاکستان له ایران سره د جګړې په شرایطو کې ښه همکاري کړې ده.
نړۍټوس نیوز

پزشکیان: طالبانو او پاکستان له ایران سره د جګړې په شرایطو کې ښه همکاري کړې ده.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران ولسمشر،مسعود پزشکیان، وايي چې طالبانو او پاکستان له تهران سره د «جګړه‌ییزو شرایطو» پر مهال ښه همکاري کړې او له خپلو خاورو څخه یې ایران ته د «بهرنیو» عناصرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

پزشکیان د شنبې په ورځ، د زمري په ۱۷مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان چارواکو ټینګار کړی چې اجازه به ورنه کړي څو کسان د دغو دواړو هېوادونو له خاورې ایران ته داخل شي او ناامني یا ګډوډي رامنځته کړي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان د سرحدي وضعیت د کنټرول لپاره خپل ځواکونه په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي دي. هغه د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د طالب ځواکونو د شمېر او د هغوی د ځای پر ځای کېدو په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

پزشکیان وویل چې د ایران په سرحدونو کې د ناامنۍ د رامنځته کولو له هڅو سره سره، ګاونډیو هېوادونو د هغو کسانو پر وړاندې مقاومت کړی چې غوښتل یې د هغوی له خاورې ایران ته داخل شي او په دغه هېواد کې ګډوډي رامنځته کړي.

هغه د پاکستان د همکارۍ په اړه وویل: «پاکستان اوس په ټول توان سره همکاري کوي. افغانستان هم ډېره ښه همکاري کوي.»

د ایران ولسمشر د سرحدي سیمو په اړه د طالب ځواکونو د اقداماتو په تړاو نور وضاحت ورنه کړ او څرګنده نه ده چې په سرحدي سیمو کې د ځواکونو له ځای پر ځای کولو څخه یې د افغانستان او ایران د پولې کومه برخه هدف وه.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.