د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبرتو مارټینز، د پرتګال د ملي فوټبال ټیم سرمربي، ویلي چې کریستيانو رونالدو سره له دې چې ۴۱ کلن دی، لا هم د خپل اوسني فزیکي حالت او فعالیت پر بنسټ ارزول کېږي، او عمر د د هغه د ګډون په ملی ټیم کې په پرېکړو کې اصلي معیار نه دی.
رونالدو کېدای شي د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې د شپږم ځل لپاره ګډون وکړي؛ داسې یوه پېښه چې د نړیوال فوټبال په تاریخ کې د نادره پېښو څخه ګڼل کېږي.
روبرتو مارتینز په لیسبون کې د رویټرز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د پرتګال ملي ټیم د پخوانیو لاسته راوړنو پر بنسټ پرېکړه نه کوي، بلکې د لوبغاړو اوسنی حالت او په ټیم کې د هغوی رول ډېر اهمیت لري.
هغه وویل: «موږ هغه کریستيانو رونالدو مدیریت کوو چې غواړي د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د ملي ټیم په ترکیب کې ولوبېږي، نه یوازې د یوې افسانوي او نښهیي څېرې په توګه.»
د پرتګال سرمربي زیاته کړې چې رونالدو لکه نور لوبغاړي، د تمریناتو او سیالیو پر بنسټ ارزول کېږي او ټول لوبغاړي په مساوي شرایطو کې دي.
مارټینز ویلي: «عمر یوازې یوه شمېره ده. موږ کولای شو هره ورځ د لوبغاړو وضعیت وڅارو او پرېکړې یې هم د هماغه شرایطو پر بنسټ کېږي.»
د پرتګال اصلي بحث د رونالدو ګډون په نړیوال جام کې نه،بلکې د رول په ټیم کې دی.په ځانګړي ډول په هغو سیالیو کې چې پایله یې کله کله د بدلونونو، اضافي وخت او پنالټي شوټونو له لارې ټاکل کېږي.
مارټینز باور لري چې عصري فوټبال یوازې د اصلي ترکیب لوبغاړو پورې محدود نه دی او بدیل لوبغاړي هم کولای شي په پایله کې مهمه ونډه ولري.
هغه وویل: «اوس موږ پنځه بدلونونه لرو او په لوبه کې تقریبا دوه بېلابېل ټیمونه رامنځته کېږي؛ د لوبې پیل کونکی ټیم او د لوبې پای ته رسوونکی ټیم. هر لوبغاړی په بریالیتوب کې خپله ځانګړې ونډه لري.»
د پرتګال سرمربي همدارنګه ټینګار وکړ چې رونالدو تل خپل رول منلی او د ټیم د تخنیکي پلانونو په عملي کولو کې بشپړه همکاري لري.
د رونالدو د رول د کمښت بحث د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام وروسته پیل شو؛ هغه وخت فرناندو سانتوس، د پرتګال پخواني سرمربي، هغه د سویس پر وړاندې د لوبې لپاره له ترکیبه بهر پرېښود. خو مارټینز د اوسني حالت مستقیمه پرتله له هغې دورې سره نده کړې.
هغه بیا ټینګار وکړ چې په پرتګال ملي ټیم کې اصلي معیار د لوبغاړو وړتیا او فعالیت دی او هر لوبغاړی چې خپل رول غوره ترسره کړي، د میدان د شتون لپاره ډېر فرصت لري.
مارتینز د رونالدو د تخنیکي رول ستاینه هم وکړه او ویلي یې دي چې اغېز یې یوازې په ګول وهلو پورې محدود نه دی، بلکې د ځای جوړولو او د مدافعینو تمرکز ګډوډولو کې هم مهم رول لري.
د پرتګال سرمربي په وینا، رونالدو د هغه تر نظر لاندې په ۳۰ ملي لوبو کې ۲۵ ګولونه کړي او لا هم د دې ټیم یو له اغېزناکو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.
مارټینز باور لري چې د رونالدو دوام او بریا یوازې د فزیکي توان سره تړاو نه لري، بلکې مسلکي ذهنیت او لوړه انگیزه یې هم په دوامداره توګه د دې لوبغاړي په ځلېدو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه وویل: «هغه څه چې تر ټولو ډېر یې حیران کړم، د رونالدو لېوالتیا وه. یو لوبغاړی چې ټول افتخارات یې ترلاسه کړي، لا هم له هماغه انگیزې خپل کار ته دوام ورکوي.»
د پرتګال سرمربي په پای کې ټینګار وکړ چې رونالدو لا هم د ملي ټیم د رختکن یوه مهمه څېره او د ټیم د ژمنتیا نښه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلینه آریایي








