د هند د پلازمېنې نوي ډیلي عالي محکمې (های کورټ) د بالیووډ مشهور ټوکمار اداکار راج پال یادوف د پور نه پرې کولو په قضیه کې په درېیو میاشتو بند محکوم کړی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دوسیې د شکایت کوونکې فلمي کمپنۍ وکیل ویلي چې محکمې د «چېک باونس» په قضیه کې د راج پال یادوف پر ضد خپله پخوانۍ پرېکړه پر ځای وساتله او هغه ته یې حکم وکړ چې د شکایت کوونکې کمپنۍ پور ژر تر ژره ادا کړي.
په دې قضیه کې د راج پال یادوف مېرمن رادها یادوف هم شامله ده او محکمې هغې ته هم د پور د پیسو د ورکړې امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، راج پال یادوف په ۲۰۱۰ کال کې د خپل فلم «اتا پته لا پته» د جوړولو لپاره د «مرلي» په نوم له یوې خصوصي کمپنۍ څخه شاوخوا ۵۰ میلیونه هندي روپۍ پور اخیستی و، خو د فلم له ناکامېدو وروسته یې ونه توانېد چې پور بېرته ادا کړي.
ویل کېږي، نوموړي په تېرو محکمو کې څو ځله د پور د بېرته ورکولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملي کړې، او له همدې امله محکمې د هغه پر ضد د بند وروستۍ پرېکړه صادره کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








