TOOSnews
اعلان
راشد خان او محمد نبي د شاپور ځدران ليدو ته ورغلي.
ورزشټوس نیوز

راشد خان او محمد نبي د شاپور ځدران ليدو ته ورغلي.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان او محمد نبي د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ د روغتیايي وضعیت د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلي دي.

راشد خان ویلي، چې دی د شاپور ځدراڼ د روغتیايي وضعیت په تړاو په دوامداره توګه د روغتون له مسوولینو سره په اړیکه کې دی او هیله لري چې نوموړی به ډېر ژر بېرته روغ شي او پر خپلو پښو به ودرېږي.

هغه پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي: «شاپور ځدراڼ زموږ او ستاسو دعاوو ته سخته اړتیا لري».

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.