د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان ویلي، چې ملي لوبډله ورته تر هر څه ډېر لومړیتوب لري او همدې موخې لپاره یې د انګلستان د ۱۰۰ بالیز لیګ سیالۍ پرېښي او د اېرلنډ پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې له لوبو سره د یو ځای کېدو لپاره روان شوی دی.
د کريک انفو د راپور له مخې، راشد خان چې د «اېم آی لندن» لوبډلې لپاره یې په ۱۰۰ بالیز لیګ کې لوبې کولې، په خپلې وروستۍ سیالۍ کې یې په ۲۰ بالونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې پنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
راشد خان ویلي: «هر ځل چې دلته راځم، ډېر خوند راکوي، خو ملي دنده هغه څه ده چې زما لومړیتوب دی. نن شپه بېرته اېرلنډ ته ستنېږم، ترڅو د یو ورځنیو سیالیو لپاره له ملي لوبډلې سره یو ځای شم.»
ټاکل شوې د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د اګست په پنځمه نېټه پیل شي. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د اګست په ۵مه، ۷مه، ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان د لوبډلې مشري رحمت شاه کوي او په لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، هشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، فضل حق فاروقي او یو شمېر نور مخکښ لوبغاړي هم شامل دي.
لیکوال:سعید سمیر








