ځايي سرچینو په هرات کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ریاست په دې ولایت کې په یوه لیک کې د کورنیو له نارینهوو غوښتي چې د خپلو ښځینه غړو د ګرځېدو مخه ونیسي، په هغه صورت کې چې هغوی د دې ادارې د ټاکل شوي «حجاب» له مخې په عامه ځایونو کې حاضرې نه وي.
د دغه لیکلي حکم له مخې چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې، هغه ښځې چې په عامه ځایونو کې بې له چادري، له ښکاره مخ، تنګو جامو یا له سينګار سره ولیدل شي، د طالبانو د محتسبانو له لوري به ونیول شي او د ښځو زندان ته به انتقال شي.
په دې خبرتیا کې همدارنګه د طالبانو له خوا د ټاکل شويو جامو پر معیارونو ټینګار شوی او د کورنیو د نارینهوو رول او مسؤلیت هم پکې یاد شوی دی.
همدارنګه په هرات کې یو غږیز ثبت شوې پېغام هم خپور شوی چې پکې ویل شوي دا پرېکړه د طالبانو د محلي چارواکو له ناستې وروسته شوې او د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه، به عملي شي.
په دې غږیز پیغام کې چې د هرات د طالبانو د امر بالمعروف مسوولانو ته منسوب شوی، ټینګار شوی چې دا حکم باید د کلي د وکیلانو او د جوماتونو د امامانو له لارې خلکو ته ورسول شي.
له دې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو چې د هرات په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د طالبانو د محتسبانو له خوا د تلاشي پوستې جوړې شوي دي، او ښځې د جامو د ډول له امله تر پوښتنې لاندې نیول شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پوستې د ښار په نوې سیمه (شهر نو)، فلکه ۲۹ حمل، بکرآباد او د لیلامي سړک کې جوړې شوې وې او په ځینو مواردو کې شخصي موټرونه او ټکسي هم درول شوي او تلاشي شوي دي.
د امر بالمعروف چارواکو د هرات اوسېدونکو ته ویلي چې د ځینو کسانو پوښښ د دوی د ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه دی.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او ازادیو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د بشري حقونو بنسټونه وایي تر اوسه د ښځو او نجونو اړوند تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه او محدودیتي حکمونه د دې ډلې له لوري صادر شوي دي.
په دې محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز، د طبي زدهکړو محدودیت، او په غیر دولتي بنسټونو او ځینو نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز شامل دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








