د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په هرات ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د یوه طالب وسلهوال د وژلو او د پنځو نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.
د دغې جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غبرګولي میاشتې په لومړیو کې یې د هرات د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الفاروق قول اردو لومړۍ لوا ته نږدې په یوه هدفمند برید کې درې تنه طالبان ټپیان کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې پر همدغه نېټه د هرات د ګذره ولسوالۍ اړوند د پشتون زرغون پر سړک د زیارت په سیمه کې په بل برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
مقاومت جبهه وایي چې په دغو دواړو پېښو کې ملکي وګړو او د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دغه جبهه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هدفمندو بریدونو ترسره کېدو ادعا کوي او وایي چې دا اقدامات د دوی په وینا د «نامشروع حاکمیت» پر ضد د خلکو د ازادۍ لپاره ترسره کېږي.
تر اوسه طالبانو د دغو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








