TOOSnews
اعلان
رویټرز: متحده عربي اماراتو د ایران د میلیاردونو ډالرو شتمنیو د آزادولو سره موافقه کړې ده.
نړۍټوس نیوز

رویټرز: متحده عربي اماراتو د ایران د میلیاردونو ډالرو شتمنیو د آزادولو سره موافقه کړې ده.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رویټرز خبري اژانس د څلورو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو له ایران اسلامي جمهوریت سره د ۱۰ میلیارد ډالرو د مجموعي شتمنیو د آزادولو هوکړه کړې ده، او تر اوسه له دې څخه له ۳ میلیارد ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړل شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، دا توافق د یوې داسې هوکړې په چوکاټ کې شوی چې له مخې یې د ایران له لوري پر متحده عربي اماراتو بریدونه ودرول شي.

په همدې حال کې، دوو نورو سرچینو چې د دې توافق له جزییاتو خبر دي ویلي چې د ټولو مبالغو ټولیزه کچه ۲۰ میلیارده ډالره ده. دې سرچینو زیاته کړې ده چې د دغو شتمنیو آزادول د دې په بدل کې منل شوي چې ایران پر متحده عربي اماراتو بریدونه بند کړي.

د دغو سرچینو له ډلې یوې ټینګار کړی چې د دې هوکړې لومړۍ برخه چې ۳ میلیارده ډالر ارزښت لري، تر اوسه د ایران حکومت ته سپارل شوې ده.

رویټرز په خپل راپور کې لیکلي چې دا اقدام د ابوظبي د تکتیکي چلند بدلون ښيي، وروسته له هغې چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې پر مهال څو اونۍ د ایران له لوري پر متحده عربي اماراتو بریدونه ترسره شوي وو.

د متحده عربي اماراتو او ایران چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.