TOOSnews
اعلان
ريچارډ بېنېټ: د طالبانو په زندانونو كې پر هلكانو هم جنسي تېري شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

ريچارډ بېنېټ: د طالبانو په زندانونو كې پر هلكانو هم جنسي تېري شوي دي.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د هغه دفتر په افغانستان کې د زندانونو په دننه کې د جنسي تاوتريخوالي او تېري ګڼې پېښې ثبت او تایید کړې دي.

بېنېټ ویلي، د ترسره شويو مرکو له مخې څرګنده شوې چې د دغو پېښو قربانيان یوازې ښځې او نجونې نه دي، بلکې نارينه او کم‌عمره هلکان هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور له مخې، د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې مستندې کړې دي، چې پکې د ډله‌ییز تېري پېښې هم شاملې دي.

بېنېټ ټینګار کړی چې دغه شمېر یوازې د واقعیت یوه کوچنۍ برخه ده. د هغه په وینا، په افغانستان کې د ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو له امله ډېری قربانیان د ملامتۍ او غبرګون له وېرې خپل حالات نه افشا کوي. هغه دا هم ویلي چې ځینې قربانیان د راپورونو له مخې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د څېړونکو سره له خبرو کولو منع شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د قربانیانو د خوندیتوب لپاره د معلوماتو په راټولولو کې سخت احتیاط کېږي، او یوازې هغه وخت بشپړ معلومات ترلاسه کېږي چې هغوی په بشپړ ډول خوندي وي.

هغه دا هم ویلي چې د دفتر محدودې مالي او بشري سرچینې د دې لامل شوي چې د موضوع په اړه بشپړې او پراخې څېړنې ترسره نه شي.

بېنېټ ټینګار کړی چې په راتلونکي کې باید د هر جنسیت پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي موضوع ته جدي او مساوي پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې طالبان معترضې ښځې په خپلسري ډول نیسي، هغوی شکنجه کوي او د هغوی پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي پېښې هم ثبت شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کول د طالبانو د قوانینو له مخې منع دي.

همدارنګه لږ تر لږه څلورو سرچینو ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان له ناوړه چلند، شکنجې او د زور اعتراف اخیستنې سره مخ کېږي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې او پخوانۍ بندي شوې،ظریفې یعقوبي د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې هغې او نورو بندیانو په زندان کې شکنجه او جبري اعترافونه تجربه کړي، او تر اوسه د دې اغېزې پر رواني روغتیا پاتې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.