د برازیل د فوټبال د پخواني ستوري روبرتو کارلوس مېرمن،سهیلا طاهري، هغه خپرې شوې اوازې رد کړې چې ګواکي د هغې مېړه مسلمان شوی دی، او له خلکو او رسنیو یې غوښتي چې دې موضوع ته د پای ټکی کېږدي.
مېرمن طاهري ویلي، هغه راپورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د روبرتو کارلوس د دین د بدلولو په اړه خپاره شوي، ناسم دي او له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.
هغې ټینګار کړی چې د دیني باورونو اړوند موضوعات حساس دي او باید په اړه یې په ډېر دقت او احتیاط خبرې وشي. د هغې په وینا، د ناتایید شویو معلوماتو خپرول د خلکو شخصي ژوند او حریم ته د ننوتلو لامل کېدای شي.
دا اوازه لومړی له ترکیې څخه خپره شوه. د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند یوه غړي علي شاهین په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې د برازیلي مسلمانې ټولنې له استازو سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی و.
شاهین ادعا کړې وه چې برازیل ته د خپل سفر پر مهال یې له شیخ جهاد حماده په نوم یو کس سره لیدلي او دغه کس ورته ویلي چې روبرتو کارلوس له سهیلا طاهري سره له واده وروسته هغه ته ورغلی، شهادتین یې ویلی او مسلمان شوی دی.
روبرتو کارلوس د دغې ادعا له خپرېدو څو ساعته وروسته غبرګون وښود او دا ادعا یې ناسمه وبلله. هغه له سعودي ورځپاڼې «عکاظ» سره په خبرو کې ویلي چې اسلام ته ډېر درناوی لري، خو دا خبره چې دی مسلمان شوی، سمه نه ده.
هغه همداراز ویلي چې کله یې مېرمن لمونځ کوي، دی د هغې له لیدلو خوند اخلي. نوموړي زیاته کړې چې د دوی د واده مراسم هم د دواړو کورنیو د دیني باورونو، یعنې د هغه د کاتولیکې کورنۍ او د مېرمنې د مسلمانې کورنۍ د دیني باورونو په پام کې نیولو سره تر سره شوي.
سهیلا طاهري هم له مراکشي رسنۍ «هسپورټ» سره په خبرو کې په څرګندو ټکو ویلي: «غواړم په بشپړ وضاحت او صراحت سره ووایم چې زما مېړه مسلمان شوی نه دی او هغه څه چې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ناسم دي.»
هغې زیاته کړې چې دیني موضوعات حساس دي او د داسې مطالبو له خپرولو مخکې باید د هغوی کرهوالی وڅېړل شي او د خلکو باورونو او شخصي حریم ته درناوی وشي.
طاهري د روبرتو کارلوس په اړه یوه بله ادعا هم رد کړې ده. د دغې ادعا له مخې، کارلوس له یوې پېښې سره مخ شوی و او شیخ جهاد حماده روغتون ته د هغه د لیدنې لپاره ورغلی او ورته یې قرآن کریم تلاوت کړی و.
هغې ویلي: «دا کیسه هم ناسمه ده. هېڅ شیخ یا دیني عالم چې جهاد نومېږي، د هغه د لیدنې یا ورته د قرآن کریم د تلاوت لپاره نه دی ورغلی او موږ اصلاً داسې څوک نه پېژنو.»
د روبرتو کارلوس مېرمن د دې اوازې د سرچینې په اړه هم ویلي چې نه پوهېږي دا روایت څنګه رامنځته شوی، خو پرته له کوم مشخص بنسټ څخه د داسې جزیاتو لرونکې کیسې خپرول د خواشینۍ وړ دي.
طاهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روبرتو کارلوس له هغې سره د اسلام او قرآن کریم په اړه خبرې کړي دي، ویلي چې د بېلابېلو دینونو او عقایدو درناوی یوه طبیعي خبره ده او د اسلام یا قرآن په اړه خبرې کول لازماً د دغه دین د منلو په معنا نه دي.
هغې د روبرتو کارلوس سره د خپلې پېژندګلوۍ په اړه ویلي چې فوټبال د دوی ګډه علاقه وه. طاهري زیاته کړې چې کارلوس د فوټبال یوه افسانوي څېره ده او خپله هم د فوټبال په نړۍ کې فعالیت لري، خو غوره ګڼي چې د خپل شخصي ژوند جزیات له رسنیو سره شریک نه کړي.
هغې په پای کې ویلي چې د روبرتو کارلوس تېر ژوند ته درناوی لري او د دوی ترمنځ متقابل درناوی موجود دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








