TOOSnews
اعلان
روسيه: د افغانستان بې ثباتي د سیمې لپاره جدي امنيتي ګواښ دی.
نړۍټوس نیوز

روسيه: د افغانستان بې ثباتي د سیمې لپاره جدي امنيتي ګواښ دی.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

انډری بلوسوف، د روسیې د دفاع وزیر، ویلي دي چې د افغانستان نا امنه وضعیت لا هم د ترهګریزو ګواښونو او نړیوالو جرمونو لپاره یوه اصلي سرچینه ده.

بلوسوف دا څرګندونې د شانګهای همکاريو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې په بیشکک کې ترسره شوې، وکړې. هغه وویل چې دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې نړیوال وضعیت په شدیده توګه بې ثباته دی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي تحولات لا هم د سیمې لپاره یوه مهمه موضوع ده او ګډې پاملرنې ته اړتیا لري.

د روسیې دفاع وزیر همدارنګه د ځینو غیر سیمه ییزو هیوادونو په اړه چې هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې پوځي شتون رامنځته کړي، وویل چې مسکو دغه اقدامات د نه نملو وړ ګڼي.

په وینا یې، روسیه دا تحرکات په دقت سره تعقیبوي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.