TOOSnews
اعلان
په افغانستان او نړۍ کې د روسي ژبې د ورځې او د پوشکین د زوکړې کلیزه ولمانځل شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

په افغانستان او نړۍ کې د روسي ژبې د ورځې او د پوشکین د زوکړې کلیزه ولمانځل شوه.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جون له ۶مې، چې د روسي ژبې ورځ او د روسیې د نامتو شاعر او لیکوال الکساندر پوشکین د زوکړې کلیزې سره هم مهاله په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې کلتوري او ښوونیز پروګرامونه ترسره شوي دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې یوه ښوونیزه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د روسي ژبې د رامنځته کېدو د تاریخ او په نړیوال ادب او فرهنګ کې د هغې د رول په اړه خبرې شوي دي. په راپور کې د دې غونډې د ترسره کېدو کره ځای نه دی یاد شوی.

دا پروګرام د هغو مراسمو یوه برخه ده چې هر کال د روسي ژبې د ورځې او د پوشکین د یاد غونډې په مناسبت ترسره کېږي او بېلابېل کلتوري او ښوونیز فعالیتونه پکې شامل وي.

په نړیواله کچه هم دا مناسبت د شعر ویلو غونډو، د کتابونو او انځورونو نندارتونونو، ادبي ناستو او ښوونیزو پروګرامونو په ترسره کېدو سره په اروپا، اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې لمانځل شوی دی. په ځینو هېوادونو کې د شعر ویلو سیالۍ او د زده‌کوونکو او ځوانانو لپاره ځانګړي پروګرامونه هم جوړ شوي دي.

همدارنګه، د ټاس د راپور له مخې، په یو شمېر هېوادونو کې د پوشکین پر یادګارونو د ګلونو ایښودلو مراسم، فرهنګي جشنوارې او د روسي ژبې د زده‌کړې او پراختیا په اړه تخصصي غونډې هم ترسره شوي دي.

د دغو پروګرامونو موخه د روسي ژبې ترویج او د دې ستر شاعر له ادبي میراث سره د خلکو لا ډېره بلدتیا بلل شوې ده.

د جون ۶مه په روسیه کې د روسي ژبې د ورځې او د پوشکین د یاد ورځې په توګه پېژندل کېږي، او هر کال په همدې نېټه د هېواد دننه او بهر ورته پروګرامونه ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د روسیې د ډیپلوماسۍ مرکز هم اعلان کړی و چې غواړي د روان میلادي کال تر پایه په کابل کې خپله استازولي پرانیزي؛ هغه اقدام چې موخه یې د روسي ژبې ترویج بلل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.