د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکاریو د تړون له لاسلیک وروسته، یوه روسي چارواکي ویلي چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د موجودو پوځي تجهیزاتو د ترمیم، ساتنې او بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.
د تاتار-اینفورم خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي چې د تاتارستان شرکتونه کولی شي د طالبانو د ادارې له خوا د کارېدونکو پوځي تجهیزاتو د ترمیم، د پرزو، تخصصي وسایلو او نقلیه وسایطو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خبیبولین په وینا، په دې همکاریو کې د تاتارستان د تولید شویو روسي تجهیزاتو لپاره د خدماتو او تضمیني مرکزونو بیارغونه، د افغان متخصصینو لپاره د روزنیزو مرکزونو جوړول او د پلور استازولیو شبکې رامنځته کول هم شاملېدای شي.
هغه زیاته کړه چې دا مهال په افغانستان کې له ۱۰۰ څخه زیات Mi-17 ډوله چورلکې، له ۳۰ زرو څخه زیات کاماز لارۍ او شاوخوا ۲ زره د روسیې او تاتارستان جوړې درنې ماشینرۍ شتون لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې روسیې او طالبانو د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د غبرګولي په شپږمه په مسکو کې د یوې امنیتي غونډې په څنډه کې لاسلیک شو.
د تړون د لاسلیک په مراسمو کې سرګي شویګو او ملا یعقوب مجاهد ګډون درلود. دغه تړون د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په ترڅ کې لاسلیک شو.
ملا یعقوب مجاهد مسکو ته د خپل سفر پر مهال له روسیې سره د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی واو ویلي یې وو چې افغانستان او روسیه تاریخي اړیکې لري او دواړه لوري غواړي په راتلونکي کې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکو په وروستیو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د پراختیا بهیر تجربه کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








