TOOSnews
اعلان
سلمان خان او خور یې د ادعا شوې درغلۍ په قضيه كې محكمې ته احضار شول.
کلتور او هنرټوس نیوز

سلمان خان او خور یې د ادعا شوې درغلۍ په قضيه كې محكمې ته احضار شول.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند د چندیګړ یوې محکمې د بالیووډ مشهور لوبغاړی سلمان خان، د هغه خور الویرا خان اګنیهوتري او د «سټایل اېنډ کانټنټ جولري خصوصي شرکت» مدیران د «بیینګ هیومن» د ګاڼو له یوه نندارتون سره د تړلې نږدې ۳۰ میلیونه هندي روپیو د ادعا شوې درغلۍ په قضیه کې محکمې ته احضار کړي دي.

د محکمې د حکم له مخې، یاد کسان باید د روان کال د اکتوبر په پنځمه محکمه کې حاضر شي او د دوی پر ضد د ثبت شوي شکایت په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

دا قضیه د چندیګړ د سوداګر ارون ګوپتا له شکایت وروسته ثبت شوې ده. نوموړی ادعا کوي چې د «بیینګ هیومن» د ګاڼو د نندارتون د پرانیستلو لپاره په ناسمو ژمنو وهڅول شو او له امله یې میلیونونه هندي روپۍ مالي زیان ورسېد.

د شکایت له مخې، ګوپتا د «بیینګ هیومن» د ګاڼو نندارتون د شاوخوا درې کروړه هندي روپیو په لګښت جوړ کړی و او د پروژې لپاره یې له اړوند شرکت سره تړون کړی و. هغه وایي، یوازې د نندارتون د جوړولو لپاره یې شاوخوا ۱۰ میلیونه هندي روپۍ لګولې وې او د «بیینګ هیومن» د نښې ګاڼې یې پلورلې.

شکایت کوونکی ادعا کوي چې شرکت د لوړې سوداګریزې ګټې او بشپړ ملاتړ ژمنې کړې وې، خو د نندارتون له پرانیستلو وروسته نه یوازې دا چې لازم ملاتړ ورسره ونه شو، بلکې د ګاڼو اکمالات هم ودرېدل. د هغه په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې د عرضه کوونکي پلورنځي له تړل کېدو وروسته سوداګري له سخت زیان سره مخ شوه.

محکمې په دې پړاو کې یوازې د تورنو کسانو د حاضرېدو احضاریه صادره کړې ده او تر اوسه یې د یادو تورونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. سلمان خان او نور تورن کسان لا تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه محکمه کې خپل دریځ نه دی وړاندې کړی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.