TOOSnews
اعلان
سارا اډمز: د بدخشان نښتو کې د طالبانو دفاعي ليكو ته سخت زيان اوښتى.
نړۍټوس نیوز

سارا اډمز: د بدخشان نښتو کې د طالبانو دفاعي ليكو ته سخت زيان اوښتى.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې وروستیو عملیاتو د طالبانو دفاعي لیکو ته سخت زیان رسولی او د دې ډلې پوځي جوړښت یې کمزوری کړی دی.

اډمز په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، دغه عملیات د جولای په ۱۷مه د یفتل پایین ولسوالۍ له لنډمهالي نیولو وروسته پیل او د جولای په ۲۳مه په زېباک ولسوالۍ کې پراخ شول. هغې ادعا کړې چې طالبانو له څو امنیتي پوستو او مورچلو شاتګ کړی او ازادۍ جبهې د ولسوالۍ د ګڼو برخو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د هغې په وینا، په دغو نښتو کې د طالبانو ۷۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۲۸ وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. نوموړې همداراز ادعا کړې چې د وژل شویو په ډله کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بدخشان په یفتل پایین او زېباک ولسوالیو کې د وروستیو نښتو په اړه د ازادۍ جبهې او طالبانو بېلابېلې ادعاوې کړي دي. طالبانو تر اوسه د سارا اډمز د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د یادو ادعاوو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.