سارا اډامز، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ لوړپوړې مأموره ده، سعودي عربستان ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق د حج مراسمو د ادا کولو لپاره د سفر په اړه د امریکا د طالبانو پر وړاندې پر پالیسۍ سختې نیوکې کړې دي.
اغلې اډامز په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپل پیغام کې لیکلي هغه کسان، چې د هغې په وینا د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل دي، اوس د هغو سرچینو په وسیله د حج سفرونه کوي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو تمویلېږي.
هغې همداراز ادعا کړې چې امریکا له داسې بهیر څخه ملاتړ کړی چې دغو کسانو او د هغو د کورنیو غړو ته یې سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې ده.
د امریکا د استخباراتو پخوانۍ چارواکې زیاته کړې هغه کسان، چې د هغې په خبره د شلو کلونو جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېدلي، اوس له مرستو او مالي سرچینو څخه ګټه اخلي.
سارا اډامز په تېرو کلونو کې هم څو ځله د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن پر تګلارو نیوکې کړي او دا یې ناسمه او ډېر لګښت لرونکې تګلاره بللې ده. هغې څو ورځې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د هغې په وینا له «طالب رژیم» سره همکاري کولی شي جدي پایلې ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې د عبدالحق وثیق یو انځور، چې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال اخیستل شوی و، په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی. په دغه انځور کې د طالبانو د استخباراتو رئیس په احرام کې لیدل کېږي.
راپورونه ښيي چې سراجالدین حقاني او عبدالحق وثیق د خپل سفر پر مهال په سعودي عربستان کې له ځینو بهرنیو چارواکو سره هم لیدلي دي، خو د دغو لیدنو جزئیات او موضوعات تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.
دغه دوه طالب چارواکو له دې وړاندې هم له افغانستانه بهر سفرونه کړي وو چې رسمي موخه یې د حج ادا کول بلل شوي وو.
ځینې څارونکي باور لري چې دا سفرونه یوازې مذهبي اړخ نه لري او کېدای شي له سیاسي او امنیتي سلا مشورو او لیدنو سره هم مل وي، خو په دې اړه تر اوسه کوم رسمي او تایید شوي معلومات نه دي خپاره شوي.
سراجالدین حقاني او عبدالحق وثیق لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دي او د هغوی بهرني سفرونه د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له اجازې پرته ممکن نه دي. د ملګرو ملتونو د میکانیزم له مخې، دغه کمېټه د سفرونو د معافیت غوښتنې ارزوي او په اړه یې پرېکړه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








